رستمی: په ننګرهار کې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له‌خوا په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني ننګرهار ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د ۷۵ سوداګریزو شنو خونو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغو شنو خونو د جوړولو ټوله‌ییز لګښت ۴۹.۳ میلیونه افغانۍ دی.

دغه سوداګریزې شنې خونې د ننګرهار ولایت په اچین، رودات، کوټ، چپرهار، شیرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې جوړېږي.

همداراز د کرنې وزیر د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوه سربند د جوړولو تړون هم لاسلیک کړ.

د دې سربند په جوړولو سره ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبېږي.

ښاغلی رستمي وايي، همدا شان د ننګرهار ولایت په دوربابا، ګوشتې، کوټ او خوګیاڼو ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو د مرغدارۍ اړونده بستې هم وېشل شوي دي.

په‌دې بستو کې ۳۰ قطعې د هګیو چرګان، د چرګانو د روزنې اړوند توکي او د چرګانو د روزنې اړونده مهارتونو روزنه شامل دي.

د دې پروژې د پلي کولو په پار د کرنې وزارت له‌خوا ۱۵.۲ میلیونه افغانۍ لګول کېږي.