د کندهار چارواکي: د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره مرستې کېږي

ارشیف، د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی په یوه خبري غونډه کې

د کندهار امنيه قومانداني وايي، د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره لازمې مالي مرستې کېږي.

تر دې مخکې په کندهار کې د وژل شویو پوليسو کورنيو شکايت کړى و چې ولايتي چارواکو هېڅ ډول مرسته نه‌ده ورسره کړې.

د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُراني له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"هغوى ته د شهادت د اکراميې پيسې ورکول کېږي. د تدفين پيسې هم ورکول کېږي. خير او خيرات او مياشتنى معاش هم ورکوو."

د وژل شويو پوليسو د کورنيو غړو ويلي چې سختې مالي ستونزې ګالي.

دوى شکايت کړى چې يوې او بلې ادارې ته‌يې مراجعه کړې، خو چا يې غږ نه‌دى اورېدلى.