په جرمني کې یوه موټر چلوونکي لږ تر لږه پنځه کسان ټپيان کړل

په جرمني کې لږ تر لږه پنځه کسان هغه وخت ټپيان شول چې يوه تن خپل موټر د خلکو پر څو ډلو وربرابر کړ.

چارواکي وايي، دغه کس نارې وهلې "بهرنيان ووژنئ".

دغه پېښه پرون د جنورۍ اوله د نوي ميلادي کال د جشنونو پر مهال په نوردراین-وسټفالن کې شوې ده.

په نوردراین-وسټفالن ايالت کې د کورنيو چارو ايالتي وزير هربيرت ريول وويل، حمله کوونکي ښکاره نيت درلود چې بهرنيان ووژني.

راپورونه وايي، حمله کوونکى چې ٥٠ کلن و، په څلورو موقعيتونو کې هغه خلک په نښه کړي چې بهرنيان ښکارېدل.

ځيني ټپي شوي کسان د سوريې او افغانستان دي.

د ايالت څارنوالان وايي، پوليسو دا پېښه هدف‌منده حمله بللې او څېړونکي وايي چې داسې اطلاعات شته چې دغه کس رواني ناروغي درلوده.