د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ د روزنې پر یوه مرکز د وسلهوالو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
پولیسو ویلي دي چې دا برید تېره ورځ د بلوچستان په لورالائي سیمه کې شوی او امنیتي ځواکونو له ۱۰ ساعته جګړې وروسته ټول بریدګر وژلي دي.
د لورالائي د پولیسو مشر عطا الرحمن ویلي دي چې په برید کوونکو کې دوه ځانمرګي وو.
تحریک طالبان پاکستان پر پوځ د پروني برید مسؤلیت منلی دی او د ورته بریدونو خبرداری يې ورکړی دی.