چارواکي: په فاریاب کې د ۲ ایرانيانو په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، افغان امنیتي ځواکونو پرون په فاریاب ولایت کې د دوه ایراني وګړو په ګډون ۲۹ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

شاهین قول اردو رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دا هوايي او ځمکني بریدونه د فاریاب د شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو ترمنځ سیمو کې کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه قوماندان هم شامل دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په‌دې عملیاتو کې ۴ افغان سرتېري ژوبل شوي او ملکیانو ته د سر او مال زیان نه‌دی رسېدلی.

د دولت وسله‌والو مخالفانو تر دې دمه د فاریاب د پرونیو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.