د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې چاودنې ۸ تنه وژلي

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې هغه لوړپوړیزه ودانۍ چې چاودنه په‌کې شوې وه.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې په یوې لوړپوړیزه ودانۍ کې د ګاز د چاودنې له کبله اته تنه مړه شوي او لسګونه کسان په ودانۍ کې بند پاتې دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر یفګینې زینیخیف د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل، د دغو کسانو د ژغورنې عملیات په مؤقتي ډول ځنډېدلي، ځکه وېره ده چې په‌دغو هڅو کې به ښایي د دې ودانۍ نورې برخې هم ړنګې شي.

دی وایي، په خوندي ډول د عملیاتو بیا پیلېدل به یوه ورځ وخت ونیسي.

د ژغورنې کارکوونکو تېره شپه په سړې هوا کې د قربانیانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت وایي، د دغې ودانۍ ۲۶ اپارتمانونه تخریب شوي چې ۴۶ تنو ژوند په‌کې کاوه.

ویل کېږي تر ۳۰ ډېر کسان اوس تر انبارونو لاندې بند پاتې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د اورال په جنوب کې د دغې ودانۍ لیدو ته ورغی او د پېښې له ټپیانو سره‌یې ولیدل.

د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف د دې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو سپارښتنه کړې ده.