په کابل کې د اختطافچیانو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې

د ملي امنیت ریاست د کابل په مربوطاتو کې دغه څلور تنه تښتوونکي ونیول

په کابل کې د اختطافچیانو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه ډله د کابل په مربوطاتو کې د دغه ریاست د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شوه.

په اعلامیه کې راغلي چې دغې ډلې د خیرخانې مېنې څخه یو ډاکتر تښتولی و او د هغه له کورنۍ یې د ده د خوشې کېدو په بدل کې ۵۰۰ زره امریکایي ډالر غوښتي وو.

په اعلامیه کې راغلي چې تښتول شوی ډاکتر هم د اختطافچیانو څخه ازاد او کورنۍ ته‌یې وسپارل شو.