د سرپل سیمهییز چارواکي وایي، پهدې ولایت کې وسلهوالو مخالفینو تېره شپه پر ځینو سیمو پراخ بریدونه وکړل.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډیو ته وویل چې پهدې بریدونو کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"د سرپل جوزجان ترمنځ پر لویې لارې په قشقري سیمه کې چې د سرپل د تېلو زېرمې پهکې دي او دغهراز د صیاد پر ولسوالۍ دښمن سخت او پراخ بریدونه وکړل چې د ماښام له اوو بجو پیل او تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړ. پهدې نښتو کې شااوخوا ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه چې ملي او سیمهییز پولیس پهکې شامل دي وژل شوي او ۲۳ نور مو ټپیان دي."
د سرپل د والي ویاند وایي، پهدې نښتو کې وسلهوالو برید کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېرهیې معلومه نهده.
ښاغلی اماني زیاتوي، د دغو بریدونو هدف دا وو چې طالبان د سرپل نفتي زېرمو ته لار ومومي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
بلخوا د بلخ امنیه قوماندانۍ ویلي چې تېره شپه وسلهوالو مخالفینو د چمتال ولسوالۍ په مرکز کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې متقابلو نښتو پنځه ساعته دوام وکړ.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته ویلي چې پهدې نښتو کې ۱۱ طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.
د ښاغلي قادري په خبره مرستندویه ځواکونه د پېښې سیمې ته ورسېدل او هغه ځای یې له وسلهوالو تصفیه کړ.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه هم څه نهدي ویلي.