د شمالي کوریا مشر امریکا ته خبرداری ورکړی

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر خبرداری ورکړی چې که واشنګټن هغه ژمنه چې د نړیوالو په وړاندې یې کړې عملي نه‌کړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي، نو شمالي کوریا به له امریکا سره په اړیکو کې نوی لوری ولټوي.

کېم جونګ اون دا خبره د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.

نوموړي تېر کال په سنګاپور کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره خپله لیدنه ستایلې او ویلې یې دي، په دې لیدنه کې ګټورې خبرې وشوې او رغوونکي نظریات تبادله شول.

کېم جونګ اون ویلي، چمتو دی چې هر وخت د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره بله لیدنه وکړي.

نوموړي له امریکا غوښتي چې له جنوبي کوریا سره په خپلو شریکو پوځي تمریناتو ځنډ وغځوي.