د واتیکان ویاند او د هغه مرستیالې پرون ناببره استعفا وکړه.
د دواړو ویاندویانو د استعفا خبر واتیکان په یوه رسمي بیان کې ورکړی دی.
په بیان کې د ګریګ بورک چې په خټه ارمنی دی او د هغه د مرستیالې اسپانوۍ پالوما ګارسیا اوویرو د استعفا د علت په اړه څه نهدي ویل شوي، خو دغه اقدام څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس ایټالوی خبریال او خپل نږدې ملګری اندریا تورنیلي د واتیکان لپاره مطبوعاتي مسؤل وټاکه.