د اوکراین د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاین رسماً پیل شو

د اوکراین ملي بیرغ

د اوکراین د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاین د دوشنبې په ورځ رسماً پیل شو.

ټاکل شوې چې دغه کمپاین د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې تر ۲۹مې پورې دوام وکړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات به د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱مه ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې ځان دغو انتخاباتو ته کاندیدوي، خو ډېر د دې تمه کوي چې هغه به د ولسمشرۍ د دوهمې دورې لپاره بیا ځان کاندید کړي.

پروشنکو د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې په سلو کې ۵۴ رأیې ګټلې وې.