ولایتي شورا: په سمنګان کې د طالبانو ترورېستي فعالیت زیات شوی

د سمنګان ولایت نقشه

په سمنګان کې د طالب وسله‌والو د ترورېستي فعالیت زیاتېدو د ولایتي شورا د غړو اندېښنه راپارولې او په شورا کې د خلکو استازي له حکومته د طالبانو په ضد د پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې په خرم سارباغ او په دره صوف ولسوالیو کې د طالب وسله‌والو فعالیت زیات شوی او هغوی د تخریبي فعالیتونو تر څنګ، سیمه‌ییز مخور او قومي مشران هم وژني او له پراختیایي پروژو باج اخلي.

په همدې حال کې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي سره له دې چې په دې ولایت کې د طالبانو حضور تأییدوي، خو وايي چې سیمه‌ییز حکومت په هڅه کې دی ترڅو د طالبانو دا ترورېستي او تخریبي فعالیتونه شنډ کړي.

وسله‌وال طالبان په سمنګان ولایت کې د هغوی د فعالیت د زیاتېدو او محلي چارواکو د ادعاوو په اړه تر دې دمه تبصره نه‌ده کړې.