په خوست کې ۱۲۰ تنو چې ۷۰ سلنهيې وزیرستاني کډوال دي، په څلورو بېلابېلو برخو کې د کسبونو د زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پای ته ورساوه.
یاد پروګرام چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا «UNHCR» په مالي لګښت پلی شو، په پای کې هر یو فارغ کس ته د کاروبار د پیلولو لپاره د (۲۲۹۰۰) افغانیو په ارزښت وسایل او توکي هم ورکړل شول.
د دې برنامې ګډونوالو په دې خوښي څرګندوله چې تر دې وروسته کولای شي چې ځان ته کاروبار پیل کړي او خپلو کورنیو ته ګټه وټه وکړي.
دغو کډوالو او ځايي اوسېدونکو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخه کې د حرفو او کسبونو د زدهکړې له پروګرامه تر فارغېدو وروسته د کار د وسایلو مکملې بستې او د کسب اړوند د خامو موادو د رانیولو لپاره هر یو ته ۹ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
د دغې برنامې د مسؤلینو په خبره، د دې برنامې ۸۴ تنه ګډونوال وزیرستاني کډوال او ۳۶ تنه ځايي اوسېدونکي وو چې نیمايي یې ښځې وې او هدف ترې د کډوالو، بېځایه شويو او د ټولنې د بېوزلو خلکو پر ځان بسیاینه ده.