د غزني چارواکي وايي، ښار ته څېرمهيې له یوه نیم کاره کوره د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه کشف او خنثی کړل.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه د دې قضيې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د دغو واسکټونو د قضيې په تړاو يو کس نيول شوى، تحقيقات ورڅخه روان دي."
د غزني د والي وياند وايي، ځانمرګو بريد کوونکو غوښتل چې دغه واسکټونه د ترورېستي بریدونو لپاره پلازمېنې کابل ته انتقال کړي.