بنیاد کودک: کارګر ماشومان او کورنۍ یې عاجلو ژمنيو مرستو ته اړتیا لري

آرشیف/ په بلخ کې یوه خیرات غوښتونکې مېرمن

په بلخ کې د بنیاد کودک په نوم یو خیریه بنسټ په دې ولایت کې د کارګرو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د غړو د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې دا کورنۍ عاجلو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

بنیاد کودک د ۲۰۱۹ میلادي کال د رارسېدو په هدف، په بلخ کې د کارګرو ماشومانو ۲۰۰ کورنیو ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ژمنۍ مرستې ووېشلې.

د بنیاد کودک بنسټ مشره مریم کریمي وايي چې دا مرستې د خلکو له‌خوا ورکړل شوي او یاد خیریه بنسټ په هڅه کې دی چې د کارګرو ماشومانو ۲۰۰ نورو کورنیو ته هم چې په شاقه کارونو بوخت دي، ژمنۍ مرستې برابرې کړي.

اغلې کریمي د ترسره شویو مرستو په اړه وویل:

"موږ د ۲۰۱۹ کال د رارسېدلو په هدف، د کارګرو ماشومانو ۲۰۰ کورنیو ته چې په‌کې بې‌سرپناه او یتیم ماشومان شامل وو، د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ژمنۍ مرستې توزېع کړې، البته هرې کورنۍ ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت توکي ووېشل شول."

په بلخ کې د یو شمېر کارګرو ماشومانو د کورنیو غړي وايي چې د کورنۍ مشران‌یې په روانو جګړو او نا امنیو کې وژل شوي او اوس د سرپرست د نه‌درلودلو په خاطر بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

دوی وايي چې ماشومان‌یې د ژوندانه په بد وضعیت کې دي او د خوراکي توکو تر څنګ ژمنیو جامو او د سونګ توکو ته هم ضرورت لري.

دوه میندې چې ماشومان‌یې د نادارۍ او فقر په خاطر شاقه کارونه ترسره کوي، داسې وايي:

"زما نوم سیاه موی دی، ۹ ماشومان لرم چې یو په بل پسې دنیا ته راغلي، زما مشر زوی ۱۵ کلن دی، دوی ټول ښوونځي ته له ورتګه محروم دي، په منډوي کې کار کوي او موږ د ژمي جامو او د سونګ توکو ته اړتیا لرو."

"زه فرزانه یم، دوه ماشومان لرم چې د ژوند په بد وضعیت کې یوو، ماشومان مې په سړک کې بوټان رنګوي، په ځان کې مې دا جامې هم د بل چا دي، په پور مې اخیستي، په خدای قسم دی چې د اغوستلو جامې هم نه‌لرو."

آرشیف/ یو افغان کارګر ماشوم چې د کور سرپرستي ور په غاړه ده

​په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع هم په مزار شریف کې د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی تأییدوي او وايي چې د نا امنیو او فقر له امله ورځ تر بلې کورنۍ اړ کېږي چې په وړو ماشومانو شاقه کار وکړي.

اخوا بیا د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلان وايي، په هڅه کې دي چې کارګرو ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی