د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۸ لمریز کال ملي بودجه تصویب کړه

ارشیف، د ولسي جرګې غړي د ملي شورا په تالار کې

د ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره د افغانستان ملي بودجه چې شمېر يې څه باندې ۳۹۹ میلیارده افغانیو ته رسېږي د افغانستان د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» په‌دې اړه له بحث کولو وروسته د رأیو په اکثریت دغه بودجه تصویب کړه.

د دغه جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې په عمومي غونډه کې په‌دې اړه وویل:

"د ۱۳۹۸ لمریز کال بودجه چې ټوله ۳۹۹،۴۱۷،۹۳۵ میلیارده افغانۍ کېږي، نو کوم کسان چې له دې بودجې سره موافق دي د بودجې د اصولو له مخې شنه کارتونه او څوک‌يې چې مخالف دي سره کارتونه پورته کړئ، په‌دې سره د رأیو په اکثریت د ۱۳۹۸ لمریز مالي کال بودجه تصویب شوه."

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

په دې اړه نور:

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال لپاره د افغانستان بودجه تصویب کړه

​د دغې بودجې ۲۷۵ میلیارده‌یې عادي او ۱۲۴ میلیارده‌یې پراختیايي بودجه ده.

له دې جملې ۶۱ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۶۳ میلیارده‌یې غیر اختیاري ده چې د مالیې وزارت په حواله، د مرستندویو بنسټونو له‌خوا ورکول کېږي.

د بودجې په‌دغه سند کې د بودجې ډېره برخه امنیتي ارګانونو ته ځانګړې شوې ده.

همدا شان ښه حکومتوالي، اقتصادي وده او د زېربناو پراختیا هغه پروګرامونه دي چې په بودجه کې ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د یادې بودجې ۴۱ فیصده امنیتي برخې، ۱۴ پوهنې، ۱۳ کرنې او مالدارۍ او ۹ فیصده د کلیو پراختیا ته ځانګړې شوې ده.

د مالي کلونو د بودجې تأییدول او ردول، هر کال د حکومت او ملي شورا ترمنځ یوه لانجمنه مسئله وي، خو له دې وړاندې د افغانستان د مالیې وزیر د دغه بودجې د ژر تصویب هیله ښودلې وه او ویلي يې و چې دغه بودجه له نړیوالو معیارونو سره سمه ترتیب شوې او هڅه شوې چې د ولایتونو د پراختیايي پروژو انډول په‌کې وساتل شي.

له دې وړاندې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته ویلي و چې یو شمېر وکیلان د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په غبرګون کې نه‌غواړي چې د بودجې سند تصویب کړي، خو د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې دغسې یو څه حس نه‌شول.

خو یو شمېر وکیلانو په بودجه کې په ناانډوالۍ او بې‌عدالتۍ انتقادونه وکړل.

دوی وویل چې د یو شمېر ولایتونو په پرتله یو شمېر نورو ولایتونو ته زیاته پاملرنه شوې چې دا ښکاره بې‌عدالتي ده.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزي وویل:

"متوازن انکشاف د افغانستان د ټولو خلکو حق دی، باید ټولو ولایتونو ته یو ډول بودجه ورکړل شي نه دا چې یو ولایت ته ۵۰ او بل ته درې پروژې ورکول کېږي دا د مور او میرې سلوک او په هېڅ صورت دغسې بودجه موږ ته د منلو وړ نه‌ده."

عبدالقادر قلات‌وال هم په همدې نظر دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلات‌وال

دی وايي:

"تر کومه ځایه چې ما دا بودجه مطالعه کړې ده له بده‌مرغه چې انډول او توازن په‌کې بلکل په پام کې نه‌دی نیول شوی."

په همدې حال کې د اقتصادي چار یو شمېر افغان کارپوهان د بودجې له تصویبه هرکلی کوي او وايي چې په خپل وخت د بودجې تصویب د یو هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.

له ډلې يې سید عمران له اړوند وزارتونو غواړي چې دغه بودجه په لازمو او مهمو ځایونو مصرف کړي، څو د خلکو اړتیاوې پوره او دوی ته تر یوې کچې خدمات رسېدلي دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام