تقنیني کمېسیون: که ولسمشریزې ټاکنې ځنډېږي، د اوسني حکومت دوام ستونزه نه‌لري

د ملي شورا د مشرانو جرګې د تالار دروازه

د افغانستان د مشرانو جرګې تقنیني کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو په نتیجه کې د ملي یووالي د حکومت له دوام پرته بله لاره نه‌شته.

دا کمېسیون وايي، که په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او يو لړ مصلحتونو لپاره انتخابات ځنډول کېږي د اوسني حکومت دوام کومه ستونزه نه‌لري.

دا کمېسیون زیاتوي، که په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او يو لړ مصلحتونو لپاره انتخابات ځنډول کېږي د اوسني حکومت دوام کومه ستونزه نه‌لري.

د دغه کمېسیون رئیس محي‌الدین منصف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د ځنډ په نتیجه کې اوسنی حکومت باید دوام وکړي.

نوموړی وايي:

"که امکان د دې وی چې انتخابات په‌خپل وخت ترسره شوې وی، نو ښه خبره وه چې قانون پلی شوی وی، خو دا چې دوی د خپلمنځي مصلحتونو له امله نه‌شي کولای دغه انتخابات په‌خپل وخت ترسره کړي، بیا هم کومه ستونزه نه‌لري."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په رسمي توګه په ولسمشریزو انتخاباتو کې د درې میاشتني ځنډ اعلان وکړ او ويې‌ویل چې ولسمشریزې ټاکنې به د حمل د ۳۱مې نېټې پر ځای د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه وشي.

د دغه کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۹» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د انتخاباتو د ځنډ پرېکړه‌يې د ګڼو دلایلو له کبله د سیاسي جریانونو او بېلابېلو خواوو سره له مشورو وروسته کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د لازم ظرفیت نشتوالی، ناامني، د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو د ثبت پڅ بهیر، د رأی ورکوونکو نوم‌لیکنه او يو شمېر نورې ستونزې په‌دغو ټاکنو کې د ځنډ لاملونه ياد کړل.

دی وايي، د سرطان د میاشتې په ۲۹مه نېټه به د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر څنګ د غزني د ولسي جرګې انتخابات او دغه‌شان د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو انتخابات هم ترسره شي.

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت قانوني موده د جوزا د میاشتې په لومړنۍ نېټه پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ډموکراتو حقوق‌پوهانو د ټولنې رئیس کبیر رنجبر بیا له خپلې ټاکلې نېټې اخوا د ملي يووالي د حکومت دوام نامشروع او د ولسمشریزو انتخاباتو د نورو نوماندانو په زیان بولي.

د ډموکراتو حقوق‌پوهانو د ټولنې رئیس کبیر رنجبر

دی وايي:

"د دې لپاره چې ټولو خلکو د همدغو پنځو کالو مودې لپاره رأيه ورکړې ده، يوه ورځ هم که پرې تېرېږي، نو د خلکو اراده د ده په کار کې موجوده نه‌ده، ډېر هیله‌مند یم چې دغه موضوع کې دقت وشي، ځکه ستونزې زېږوي او نوماندان په‌کې ډېر زیان ویني."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته اوس‌مهالی ولسمشر محمد اشرف غني هم احتمالي کاندید دی.

که څه هم ښاغلي غني تر اوسه پورې په رسمي ډول نوم لیکنه نه‌ده کړې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ښاغلي غني استازي له دغه کمېسیونه معلوماتي کڅوړه تر لاسه کړې ده.

راپور: محمد واصل وصال