د تخار ولسوالۍ د درقد ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال محمد عمر نن دوشنبه په یوه ماین چاودنه کې ووژل شو.
ښاغلی هجري زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار ۱۰ بجې د تخار د والي د دفتر مخ ته رامنځته شوی او ماین د ښاغلي عمر په موټر کې ځای پر ځای شوی و.
د ده په وینا په دغه چاودنه کې درې تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.