د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز د افغان ولسمشر لهخوا په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د نوې دایمي استازې په توګه ټاکل شوې ده.
یوې حکومتي سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تأیید کړی، خو په رسمي ډول نه ولسمشرۍ ماڼۍ او نه هم بهرنیو چارو وزارات پهدې اړه څه ویلي دي.
مخکې تر دې محمود صیقل په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سفیر و.