د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې خونې د چت د پرېوتو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، د خونې دېوالونه زاړه وو او تېره شپه د یوې کورنۍ ۶ غړي پهکې ویده وو چې خونه پرې راپرېوته.
نوموړي وویل چې پهدې پېښه کې دوه ماشومان او د هغوی مور مړه شوي او درې ماشومان ټپیان دي.