د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي، عراقي ځواکونه کولای شي له دمشق څخه له اجازې پرته د سوريې په خاوره کې د داعش ډلې پر ضد عملیات وکړي.
د سوريې دولتي خبري اژانس دا خبر یوه ورځ وروسته تر هغې خپور کړی چې د عراق یوه امنیتي پلاوي په دمشق کې ولسمشر الاسد سره وکتل او هغه تهيې پیشنهاد وکړ چې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو په وتلو سره عراق چمتو دی په سوریه کې لوی رول ولوبوي.
د عراق صدراعظم عادل عبد المهدي ویلي دي له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته که په سوریه کې هر منفي تحول راځي، اغېز بهيې پر عراق پرېوځي.
نوموړي ویلي دي عراق له سوريې سره ۶۰۰ کېلو متره اوږده پوله لري او داعش د دې پولې په اوږدو کې موجود دی.
تر دې مخکې د عراق توپچي ځواکونو له خپلې خاورې څخه د سوريې د حکومت په موافقه په دې هېواد کې د داعش پر وسلهوالو بریدونه کول.