د پکتيکا چارواکي وايي، د دغه ولايت د ناامنه ولسواليو د خونديتوب لپارهيې تازه امنيتي پلانونه ترتيب کړي دي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په زيان منونکو سيمو کې نوي کنډکونه ځاى پر ځاى کېږي.
ښاغلی وحدت زیاتوي:
"دوه کنډکونه نوي تشکيلوو. يو د محلي اردو بل د محلي پوليسو کنډک. په هغو ساحو کې يې ځاى پر ځاى کوو چې اړتيا ورته لیدل کېږي. نوى پلان دا دى چې د زرمت ولسوالۍ په اوږدو کې ١٥٠ کسان ځاى پر ځاى کوو چې دغه لار تل پرانيستې وي."
د والي په خبره که څه هم زرمت د پکتيا اړوند ولسوالۍ ده، خو حکومتيې د خونديتوب لپاره تشکيل پکتيکا ته ورکړى دى.
د ښاغلي وحدت په خبره، د دولت مخالفو ولسواليو په تېرو درېيو کلونو کې پر وَړممَۍ، ګوملې او خوشامند ولسواليو ډلهييزې حملې وکړې، خو تر ډېره له سخت مقاومت سره مخامخ شول.