د هلمند په باغران کې له لسیزو وروسته يو ښوونځى پرانیستل شو

ارشیف، هلمند کې ښوونځي ته تلونکي زده کوونکي

د هلمند د پوهنې رياست وايي، تر څو لسيزو وروسته‌يې د لومړي ځل لپاره په باغران ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانیست.

د پوهنې رئيس داوود شاه صفاري تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا يو د پام وړ پرمختګ وباله.

ده زیاته کړه:

"د قومي مشرانو په منځګړيتوب وتوانېدو د لومړي ځل لپاره کلونه وروسته په باغران ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانیزو. د ملت د بابا يا د داوود خان تر حکومت وروسته هلته کوم ښوونځى نه‌و فعاله شوى."

د هلمند د پوهنې رئيس تمه وښوده چې له دې سره به وکړاى شي په باغران ولسوالۍ کې د قومي مخورو په منځګړيتوب نور ښوونځي هم پرانیزي.

باغران د هلمند په شمال کې هغه ولسوالۍ ده چې له هماغه پيله د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې ده.