شپږ ايراني وګړي د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د انګلستان په جنوب ختيځ ساحل کې وموندل شول.
دا د پناه غوښتونکو تازه ډله ده چې له فرانسې څخه د بريتانيا خاورې ته داخلېږي.
دې مسئلې دواړه هېوادونه اندېښمن کړي دي.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه شپږ کسان د يوې بادي کښتۍ په مرسته پرون بريتانيا ته رسېدلي دي.
دغه کسان تر طبي معاينې وروسته د بريتانيا د کډوالو چارو ادارې ته سپارل شوي دي.
له تېرې مياشتې راهيسې څه باندې ٢٢٠ کسانو هڅه کړې چې د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د بريتانيا خاورې ته داخل شي.