د بنګلهدېش ځايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د صدراعظمې ګوند عوامي ليګ پروني لانجمن انتخابات ګټلي دي.
د بنګلهدېش چاینل ٢٤ تېره شپه راپور ورکړ چې د صدراعظمې حسينه شېخ په مشرۍ اتحاد په پارلمان کې ۲۸۷ څوکۍ چې د حکومت د تشکيل لپاره ورته اړتيا وه، ګټلې دي.
خو د بنګلهدېش د اپوزېسيون عمده اتحاد د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه کړې چې د پرونيو انتخاباتو نتيجې دې باطلې اعلان کړي.
دغه اتحاد ادعا کړې چې په دغو پارلماني انتخاباتو کې درغلۍ شوي او دا ټاکنې دې له سره وشي.
پرون د پارلمان د ٣٠٠ څوکيو لپاره انتخابات وشول چې د انتخاباتو پر مهال د تاوتريخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.
پوليس وايي، د واکمن عوامي ليګ ګوند او د اپوزېسيون د پلويانو ترمنځ په شخړه کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٢٠ زيات نور ټپيان دي.