د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو د عزت او وقار د ساتنې په هدفيې سفارتونو ته د خپلو مأمورينو او پوليسو تګ منع کړى دى.
د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، دغه ابلاغيه سر له نن دوشنبې عملي کېږي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي:
"دغه تصميم د کورنيو چارو وزارت د کارکوونکو او ملي پوليسو د برَم او حیثيت د ساتنې په موخه نيول شوى دى. له دوشنبې وروسته د دغه وزارت هېڅ کارکوونکى يا پوليس نهشي کولاى او د دې حق نهلري چې په کابل کې سفارتونو ته داخل شي."
ښاغلى رحيمي وايي، د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي او پوليس کولاى شي د اړتيا په وخت کې د خپلو اړوندو ادارو رهبري يا جاسوسۍ ضد ادارې د خپلو ستونزو د حل په هدف خبرې کړي.
د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، د دغه وزارت هېڅ ملکي یا غیر ملکي مأمور نهشي کولای چې په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو مېلمستیاوو او جشنونو ته ورشي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له سرغړوونکو سره به د بهرنیو هېوادونو لپاره د جاسوسۍ د امکان په ګومان چلند کېږي.