چخانسوري: ارګ چمتو دی چې د انتخاباتو له کمېسيون سره همکاري وکړي

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري

جمهوري رياست وايي، د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون او د ولسمشرۍ او درېيو نورو انتخاباتو په ترسره کېدو کې همکاري کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون وويل چې د ولسمشرۍ انتخابات به په درېيو مياشتو ځنډ يعنې د چنګاښ يا سرطان پر ٢٩مه وشي.

د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، په‌دې ورځ به هم‌مهاله د ولسمشرۍ، د ولسواليو شوراګانو، ولايتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ځنډېدلي انتخابات وشي.

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پرون رسنيو ته په يوه لېږل شوي غږيز پيغام کې وويل:

"د افغانستان حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړې ته احترام لري. هغه مختلف ملحوظات چې دوى په خپله پرېکړه کې اشاره کړې ده د هغو په پام کې نيولو سره افغان حکومت چمتو دى چې راتلونکو انتخاباتو کې چې په سرطان مياشت کې کېږي له کمېسيون سره هر ډول همکاري وکړي چې سرتاسري او شفاف انتخابات ترسره شي."

تر دې مخکې په پام کې وه چې د جمهوري رياست انتخابات د راتلونکي لمريز کال د وري يا حمل پر ٣١مه وشي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په چنګاښ مياشت کې د څلورو انتخاباتو ترسره کېدو پورې به پيل کړي اصلاحات بشپړ کړي.