د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فيفا د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ د رسمي اعلان محتاطانه هرکلى وکړ.
د دغه بنسټ اجرائيوي رئيس وايي، دوى هيلهمند دي دغه ځنډ، د ضروري چارو او اصلاحاتو د پروسې له بشپړتيا سره مرسته وکړي.
يوسف رشيد پرون وويل، لا هم ځينې ستونزې شته چې د انتخاباتو کمېسيونيې بايد د حل لپاره اقدامات وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د راتلونکي لمريز کال د سرطان پر ٢٩مه به هممهاله د ولسمشرۍ، د ولسواليو شوراګانو، ولايتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ځنډېدلي انتخابات وشي.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له ښاغلي رشيد څخه پوښتنه کړې چې دوى د جمهوري رياست د انتخاباتو د ځنډ د اعلان په اړه څه دريځ لري؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5