د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، تر هغې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ونه شي، هېواد ته به سوله رانه شي.
دغه کمېسیون وایي، تر هغې چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړي، د سولې لپاره روانې هڅې به نتیجه ورنه کړي او جګړه به په هېواد کې لاپسې چټکه شي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین یوازنۍ لاره بین الافغاني مذاکرات دي.
ښاغلي کلکاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني
"په داسې حال کې چې طالبان له افغان حکومت سره مذاکرات ونه کړي، اصلاً به سوله له ځان سره مثبته پایله ونه لري، ځکه د طالبانو مقابل اړخ افغان دولت دی، هر څومره چې له امریکا سره مذاکرات وکړي، مطلوبه پایله به ونه لري، جګړه به تېزه او پراخه شي."
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په سعودي عربستان کې به د افغان حکومت له استازو سره خبرې ونه کړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، د یو قوي اوسنجیده پلان په اساس له امریکا سره خبرې پر مخ وړي، تر څو په هېواد کې یې اشغال پای ته ورسېږي.
د کوېټې شورا یو تن غړي د خپل نوم نه ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د جنوري په میاشت کې له امریکايي چارواکو سره په عربستان کې خبرې کوي، خو په ډاګه کړې یې نه ده چې له افغان حکومته به خبرې وکړي که نه؟
دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د متحده عربي اماراتو په غونډه کې د افغان حکومت له لېږل شوي پلاوي سره خبرې ونه کړې.
له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په نقل یو راپور خپور شوی و چې نوموړي کابل ته خپل وروستي سفر په ترڅ کې افغان چارواکو سره ژمنه کړې وه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضروي.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه جاوېد مهمند وايي، یوازنۍ لاره چې طالبان سولې ته رسوي، هغه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې دي، خو د نوموړي په وینا، په دا ډول څرګندونو سره طالبان غواړي چې د سولې په هڅو کې امتیاز ترلاسه کړي.
ده وویل:
"زه فکر کوم چې په دې خبرو کې د امتیاز موضوع مطرح ده او طالبان په دې ډول څرګندونو سره هڅه کوي چې د لومړي لاس امتیاز خپل کړي، په افغانستان کې هم دولت، نظام او سېستم موجود دی، باید په خبرو کې شامل شي، موږ باید داسې سراسري او باعزتې سولې ته ورسېږو چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي."
له دې وړاندې افغان حکومت هم ویلي وو چې د سولې په خبرو کې د ګډون په هدف سعودي عربستان ته پلاوی استوي او افغان ولسمشر د جمعې په ورځ د سعودي له پاچا سره په دې اړه ټيلیفوني خبرې کړې وې.
ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې د جنورۍ په میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.
د دغو خبرو په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی او پاکستانیو رسنیو ویلي چې د افغان سولې خبرو موضوع د دغه سفر اساسي اهداف دي.
راپور: رحمت الله افغان