ترکیې ۱۰۹ کډوال چې یونان ته په غیر قانوني لارې تلل، راګرځولي

ارشیف

د ترکیې چارواکي وایي، ۱۰۹ کډوال یې چې هڅه یې کوله له غیر قانوني لارې یونان ته ولاړ شي، له لارې راګرځولي دي.

د ترکیې د انادولو دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو له دغو کډوالو سره درې قاچاق وړونکي هم نیولي دي.

دغه کډوال د ترکیې د لوېدیځ ازمیر ولایت په اورالا سیمه کې چې د یونان ساموس ټاپو ته نېږدې پرته ده، نیول شوي دي.

د دغو کډوالو د هویت په اړه چې د کومو هېوادونو اتباع دي، چارواکو څه نه دي ویلي، خو د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې د سوریایانو، افغانانو او عراقیانو په ګډون، شااوخوا درې نیم ميلیونه کډوال اوسي چې زیاتره برخه یې سوریایان دي.