افغان چارواکي د لاجوردو له لارې د سوداګرۍ پر دوام او لا پراختیا ټينګار کوي

د لاجوردو له لارې د سوداګرۍ د دوام او لا پراختیا په اړه تللی افغان پلاوی له ترکي چارواکو سره د خبرو په حال کې

افغان چارواکي د لاجوردو له لارې د سوداګرۍ پر دوام او لا پراختیا ټينګار کوي.

وروسته له هغې چې د لاجوردو له تاریخي لارې په افغان توکو بار موټرې ترکیې ته ورسېدې، افغان چارواکي وايي چې ترکي سوداګر چمتو دي چې له هغه لورې هم د همدې لارې په استفادې افغانستان ته مالونه را ولېږدوي.

د دې چارې او لارې د لا تنظیم په خاطر د چارو ادارې د تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل په مشرۍ یو افغان پلاوی دا وخت په ترکیه کې دی، تر څو له ترکي چارواکو سره په سهولتونو خبرې وکړي.

ښاغلي بشرمل چې تر دې دمه يې له ګڼو ترکي سوداګرو او چارواکو سره لیدلي، ازادي راډيو ته وویل چې په ترکیه کې د لاجوردو له لارې د استفادې هوډ ډېر قوي دی.

د چارو د ادارې تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل

ده وویل:

"زمونږ ټوله هڅه دا ده چې دا لار دوامداره وساتو او د دغې هدف لپاره دلته په ترکیه کې سیاسي او اقتصادي هوډ ډېر مثبت دی، که د دوام په اړه يې ووایو، له دې لوري هم مالونه چمتو دي، تر څو کانټينرونو ته پورته او افغانستان ته ولېږدول شي، همدا ډول مونږ له هراته تر اقینې او بیا تر تورغونډۍ پورې د یوه کلیدي اقتصادي کاریډور د جوړولو لپاره هم له مختلفو چارواکو سره خبرې وکړې چې په بدل کې یې ښه ډاډ راکړل شو."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې ډيسمبر میاشتې په ۱۳مه په افغان توکو بار نهه لارۍ موټر د لومړي ځل لپاره د ترکيې په لوري وخوځېدل.

ولسمشر غني د دغې لارې د پرانيستې مراسمو ته په وینا کې وویل چې افغانستان اوس د سوداګرۍ په برخه کې د ګاونډيو هېوادونو د لارو د تړلو له ګواښونو خلاص شوی دی.

له هغې ورځې وروسته دا موټر تېره ورځ ترکيې ته ورسېدل او ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ يې ترکي سوداګر او چارواکي د رسمي مراسمو په ترڅ کې تر لاسه کړي.

افغان پلاوی داسې مهال له هغه لوري هم د ډکو موټرو د راستنېدو او د افغان صادراتو تر څنګ، دغه هېواد ته د باکیفیته توکو د را واردولو خبر ورکوي چې دې لارې د یو طرفه سوداګرۍ ځينې اندېښنې هم راپارولي وې.

افغانستان له دې وړاندې د صادراتو او وارداتو ډېره اتکا د پاکستان په کراچۍ بندر او هغه هېواد کوله.

خو د نویو هوايي، ځمکنیو او رېل پټلیو د لارو له پرانيستل کېدو سره افغان چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان ټرانزیټ او ټرانسپورټ د پخوا په پرتله د مصؤن او ارزان کېدو په لوري خوځېدلای دی.

ارشیف

بل خوا د مدیریتي او پراختیايي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د لاجوردو لار د سوداګرۍ په برخه کې داسې نوښت دی چې په یوه وخت کې د افغانستان له اقتصاد او سیاست سره مرسته کوي.

له ډلې يې د کابل پوهنتون استاد فردین هاشمي ازادي راډيو ته وویل:

"ویلای شو چې له دې لارې په استفادې سره نور هم دا باور کولای شي چې د افغانستان تاریخي موقعیت په یوه ستراتژیک موقعیت بدلېدلای شي، په ورته وخت کې دا چاره د جیو اکانومیک سبب هم ګرځي چې دا په راتلونکي کې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ګټو ډېر زیات اغېز لري."

دی وايي، د لاجوردو له لارې سوداګري به نه یوازې له افغان صادراتو سره مرسته وکړي، بلکې افغانستان به اروپايي او ترکي مالونو ته هم لا نېږدې کړي.

د ښاغلي هاشمي په خبره، دا چاره به افغان بازارونو ته د باکیفیته موادو له رسېدو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د یو ډول سالم رقابت سبب هم ګرځي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ