په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي مرکزونه وتړل شول

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي ورکولو مرکزونه وتړل شول.

د بنګله دېش پارلمان درې نیم سوه څوکۍ لري چې پنځوس یې د ښځو لپاره ځانګړې شوي دي.

ننني انتخابات چې په غالب ګومان د بنګله دېش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه به یې وګټي او د درېیم ځل لپاره به په واک کې پاتې شي، د پارلمان د ۳۰۰ سیټونو لپاره ترسره کېږي.

د رأیې ورکولو له بهیر سره د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي.

د شیخ حسینه د عوامي لیګ واکمن ګوند او د اپوزیسیون ملاتړو ترمنځ په شخړو کې پولیسو د لږترلږه لسو کسانو د وژل کېدو او شااوخوا شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بنګله دېش ۱۶۵ ميلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې سل ميلیونه وګړي يې د رأيې ورکولو په شرایطو برابر دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې څومره کسانو په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی او مخکښ او نورو ګوندونو څومره رأیې ګټلي دي.