مشرانو جرګه: طالبان دې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر شي

ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې د غونډو تالار

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او ځیني غړي له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې د ختمېدلو تر ټولو غوره لار مستقیم بحث او خبرې اترې دي.

فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پر موضوع د یو شمېر سناتورانو له بحثونو وروسته وویل، د افغانستان د جنګ اوږدول نه د افغان حکومت او نه د طالبانو په ګټه دی.

ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ده وویل:

"د افغانستان د سنا مجلس دریځ دا دی چې د سولې د پروسې ملاتړ کوو، بین الافغاني سوله تأییدوو، له طالبانو مو غوښتنه ده چې په هوش راشي او د افغانستان له حکومت او نظام سره خبرو ته کېني چې په خپلو کې بین الافغاني هوکړې ته ورسېږو او هېواد او خلکو ته سوله راشي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په راتلونکې میا شت کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په هدف، د سعودي عربستان په جوړېدونکې ناسته کې د افغان حکومت له استازو سره له مستقیمو خبرو کولو انکار کړی دی.

طالبانو څو ورځې مخکې هم په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سولې په تړاو په ناسته کې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې ونه کړې.

د طالبانو د کوېټې شورا یوه غړي روېټرز اژانس ته ویلي چې د را روانې جنورۍ په میاشت کې په سعودي عربستان کې بیا له امریکايي چارواکو سره ویني، څو په هغو مسایلو خبرې وکړي چې د ابوظبۍ په ناسته کې بې نیتجې پاې ته رسېدلې وې.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې مشران یې د افغان حکومت له استازو سره خبرې نه کوي.

له دې مخکې افغان لوري هیله ښودلې وه چې د سولې په راتلونکې ناسته کې چې د سعودي عربستان په جده کې جوړېږي، د افغان حکومت استازي به په کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

د مشرانو جرګې ځینو غړو د جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ویل، که طالبان په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت له استازو سره مستقیمې خبرې ونه کړي، د سیمې استخباراتي کړۍ به ترې ناوړه ګټه پورته کړي.

د مشرانو جرګې غړي رحمت الله اڅکزي وویل:

"په خواشینۍ سره چې طالبانو بیا له حکومت سره د سولې په تړاو مستقیمې خبرې رد کړې، له طالبانو غوښتنه ده چې نور پر افغان ولس رحم وکړي، ستونزې یوې خواته کړي او له دولت سره مستقیمې خبرې وکړي."

په ابوظبۍ کې د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره د طالبانو تر نه کتنې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا د طالبانو اشتباه وګنله.

خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شا محمود قریشي تر سفر وروسته افغان چارواکو وویل چې نوموړي ډاډ ورکړی چې هېواد به یې طالبان معتقد کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

راپور: خان محمد سیند