ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له کتنې وروسته وکړې.

لاوروف خبریالانو ته وویل چې دې ته په پام سره چې له سوریي امریکایي ځواکونه ووځي په سیمه کې نوي وضعیت ته مو ډېر پام واړاوه.

نوموړي وویل:

"نن موږ په دې سلا وکړه چې د روسیې او ترکیې پوځي مسوولین په څه ډول کولای شي په سوریه کې د نویو شرایطو په اساس د ګډ هدف لپاره چې د ټولو ترهګرو او ګواښونو له منځه وړل دي ګډه همکاري وکړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبرو وروسته وویل چې د انقره او مسکو ګډ هدف دا دی چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې داعش ځپل شوی او ټول دوه زه امریکایي سرتېري باسي.