د کانونو د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي د عمل په پلان خبرې وشوې

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې د کانونو د غیر قانوني کیندنې د مخنیوي لپاره د محافظت کمېټې په تازه غونډه کې د ۱۳۹۸ هجري لمریزکال لپاره د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق د مخنیوي د عمل په پلان خبرې وشوې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پلان د افغانستان د ملي پانګې د خوندیدتوب چې د دغه هېواد کانونه دي او دغه شان د یاد سکتور په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د هڅونې په برخه کې ډېر مهم دی.

د نوموړي په خبره، په تېرو څو کلونو کې د جګړې او ناامنیو له امله د کانونو غیرقانوني کیندونو په یاده برخه کې سیسټماټیکه پانګونه اغېزمنه کړې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې دغه کمېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکم سره جوړه شوې چې د کانونو او پټرولیم وزارت او امنیتي ارګانونو په شمول یو شمېر نورې اړوندې ادارې هم په کې شاملې دي.