زرګونه صربانو د خپل ولسمشر او د حاکم ګوند پرضد مظاهره وکړه

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې مظاهره چیان

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې پرون شنبه د ډسمبر ۲۹مه، زرګونو صربانو د خپل ولسمشر الکساندر ووچیچ او د هغه د حاکم ګوند پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د مطبوعاتو د ازادۍ غوښتنه کوله.

هغوی په کراره د بلګراد ښار په مرکزي برخه کې تېرېدل او شعارونه یې ورکول چې پر ژرونالېستانو او د حکومت پر سیاسي مخالفانو حملې باید بندې شي.

دا څلورمه اوونۍ ده چې د ولسمشر الکساندر ووچیچ مخالفان په بلګراد کې مظاهره کوي.

د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ پرون د خپل حکومت د پلویانو له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې دی تیار دی چې له خپلو مخالفانو سره د هغوی د غوښتنو په اړه خبرې وکړي.

د صربیا په دولتي سیسټم کې ولسمشر سمبولیک رول لري.

خو د ولسمشر الکساندر ووچیچ د صربیا د پرمختګ حزب له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په پارلمان کې واکمن دی.