د جرمني د هانوفر ښار هوايي ډګر بېرته پرانېستل شو.
هلته پرون، شنبه د ډسمبر ۲۹مه یو موټر چلونکي له اجازې پرته پر امنیتي دروازه تېر شو او خپل موټر یې د الوتکو د ځغاستې کرښې یا رنوې ته ور ساوه.
د جرمني د دې شمالي ښار د پولیسو دفتر تېره شپه پر ټوېټر لیکلي چې موټر چلونکی نیول شوی دی.
پولیس ویلي چې په موټر کې هېڅ ډول مشکوک یا خطرناک وسایل نهدي موندل شوي.
د هانور ښار هوايي ډګر د شپې په اتو بجو د پروازونو لپاره پرانېستل شوی دی.
پولیسو ویلي چې تر اوسه داسې نښه نه لیدل کېږي چې دا پېښه به له ترورېزم سره تړاو لري.