د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپل ټول منسوبین سفارتونو ته په ورتګ بند کړل

ارشیف، د کابل د پولیس منسوبینو یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت کارکوونکي او پولیس په هېواد کې مېشتو بهرنیو سفارتونو ته له تلو منع کړل.

د همدې اوونۍ له دوشنبې ورځې وروسته، د کورنیو چارو وزارت هېڅ کارکوونکی او پولیس د مشرتابه یا اړوندې ادارې له خبرولو پرته د دې حق نه لري چې په کابل کې بهرنیو سفارتونو ته دننه شي.

دا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نوي ابلاغیه ده چې د شنبې په ورځ خپره شوه.

له دغې وزارته په خپره شوې اعلامیه کې د سفارتونو د ساتنې له کنډکه غوښتنه شوي چې سفارتونو ته د کورنیو چارو وزارت اړوند د کارکوونکو او پولیسو له ننوتلو وزارت ته راپور ورکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې له سرغړوونکو سره به د جاسوسۍ لپاره د هڅو په تور جدي چلند وشي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ځینې غړي وايي، دا اقدام د اصلاحاتو د راوستلو او د پولیسو د مسلکیتوب لپاره ګټور دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو تالار

​د دغې کمېسیون یوه غړي نواب منګل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا ډېر ښه ګام دی، که ورته ښه پاملرنه وشي، ډېرې ښې نتیجې به ولري، دا په اصل کې د پولیسو د مسلکیتوب پرلوري یو مثبت ګام دی چې خپلې اغېزې به ولري."

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ځينو نورو محدودیتونو له وضع کولو سره ویلي وو چې پولیس او د کورنیو چارو وزارت منسوبین حق نه لري چې امنیتي معلومات او تصویرونه په رسنیو کې خپاره کړي.

د تېرې اوونۍ په خپرو شویو محدودیتونو کې د کورنیو چارو وزارت ټولو منسوبینو ته سپارښتنه کړې وه چې هېڅ څوک د مقرریو، تبدیلیو، ترفېع او نورو مواردو په اړه د چارواکو فرمانونه او احکام د وظیفې په وخت کې د پولیسو د ځای او عملیاتو بڼه، د دوسیو د څېړلو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو د خپرولو حق نه لري.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د وسایطو، نظامي تاسیساتو، د پولیسو په یونیفورم کې د انفرادي او ډله ییزو عکسونو خپرول هم منع اعلان کړي دي.

د نظامي چارو ځينې پخواني چارواکي وايي، سفارتونو ته د نظامیانو او پولیسو تګ راتګ یوه جدي ستونزه ده چې مخنیوی به يې د پنځم ستون د فعالیتونو له کمېدو سره مرسته وکړي.

له ډلې يې د کابل ګارنیزیون پخواني رئیس ګل نبي احمدزي ازادي راډيو ته وویل:

د کابل ګارنیزیون پخوانی رئیس ګل نبي احمدزی

"له پردیو سره دوستي تر یوې کچې وي چې د هغې صلاحیت له مشرانو سره وي، نه له مونږ یا ټیټ پوړو سره، ځکه چې مونږ ژر وسیله ګرځو، په هر صورت، دا د امنیت د ټينګښت، د مسلک د باور او د نظام د اغېزمنتیا په خاطر مهم ګام دی."

د دې تر څنګ کورنیو چارو وزارت په یوه بله ابلاغیه کې ویلي چې د غوره مدیریت او رهبرۍ د دود د بنسټیز کېدو په هدف، پولیس او د کورنیو چارو وزارت منسوبین نشي کولای چې له نظامي یونیفورم او وسلې سره د واده په محفلونو، په هوټلونو، په جوماتونو کې د فاتحې په مراسمو او له کورنۍ سره په بازار کې د راکړې ورکړې په هدف ګډون وکړي.

په اعلامیه کې راغلي:

"له دې امر څخه سرغړونه د نظم ماتونې، د پولیس پت ته د داغ او د پولیس یونیفورم ته د بې عزتۍ په توګه ګڼل کېږي."

ځيني مدني فعالان وایي، په ودونو او ځيني نورو پروګرامونو کې له یونیفورم سره د نظامیانو ګډون خلکو ته د رواني ستونزو سبب شوی و، خو د کورنیو چارو وزارت دا ګام د خلکو له ارامتیا سره مرسته کولای شي.

له ډلې يې سمیع دره يي وايي:

"د افغانستان خلک په هر ځای کې له نظامیتوبه ستړي شوي، غواړي چې لږ ارام وي او داسې فکر ونکړي چې هسې نه له لباس سره د یوه نظامي له راتګ سره يې پروګرام ګډوډ شي، دا ښه ده چې خلک په ځينو ځایونو کې ځپل ځان ازاد احساس کړي."

دی ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه باید په دې برخه کې ځيني نور جدي اقدامات هم وکړي.

ښاغلی دره يي وايي، په یوه ټولنه کې د پولیسو مسلکیتوب کولای شي چې له دوی سره د خلکو د مرستې او دوی ته د درناوي سبب شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ