د سعودي عربستان په کوربه توب د افغان سولې هڅه او هیله مندي!

د سعودي عربستان ملي بیرغ

په سعودي عربستان کې د طالبانو د مهال سرپرست سفیر چې اوس د سولې د عالي شورا غړیتوب هم لري، وايي چې د سولې د خبرو داسې فرصت رامنځته شوی چې هېواد له روانې غمیزې خلاصولای شي.

له ایران وروسته چې له طالبانو سره د اړیکو لرلو خبر يې ورکړ، د سعودي عربستان په کوربه توب د افغان سولې د بهیر هڅه!

دا دواړه هېوادونه که څه هم په نړیواله کچه خپلې ترينګلتیاوې لري، خو د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي ښيي چې د دغه هېواد د سولې او ثبات په اړه مثبت لیدلوری ولري.

د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړي او په سعودي عربستان کې د طالبانو د وخت سرپرست سفیر حبیب الله فوزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له طالبانو سره د ایران اړیکې له هغې خلا رامنځته شوي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مخامخ خبرو د نه تر سره کېدو له امله رامنځته شوې وه.

خو دی وايي، له سعودي عربستان سره د طالبانو اړیکې پخوانۍ دي چې له همدې کبله د سعودي عربستان په کوربه توب را روانه غونډه د روغې جوړې یو ښه فرصت دی.

د سولې روانو هڅو ته په کتو دی وايي:

"زه خپله ډېر زیات خوشبین یم او د خوشبینۍ دلیل مې دا دی چې زمونږ د معلوماتو له مخې، د طالبانو تحریک هم د افغانستان په دې ناخوالو او ستونزو پوهېږي او سولې ته ترجیع ورکوي دا چې حکومت او ملت هم سوله غواړي، نو ځکه مونږ اوس ډېر هیله مند یوو چې د یوه بین الافغاني تفاهم له مخې به ان شالله دغې وطن ته سوله راځي."

له دې وړاندې تېره اوونۍ ایراني چارواکو وویل چې له طالبانو سره اړیکې لري او په دې افغان چارواکي هم خبر دي.

ښاغلی فوزي بیا د افغان سولې لپاره د هر هېواد مثبتې هڅې د هر کلي وړ بولي، خو وايي چې د سولې اصلي خبرې باید د افغانانو تر منځ وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سولې د عالي شورا په وینا، سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې زمینې د برابرولو لپاره په نېږدې راتلونکي کې د غونډې د کوربه توب ویلي دي.

ولسمشر غني هم تېره ورځ د سعودي عربستان له پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په ټیليفوني اړیکه کې د سولې په برخه کې د هغه هېواد له هڅو مننه کړې ده.

ولسمشر غني دا هم ویلي چې د سعودي عربستان غونډه به د نورو پړاوونو لپاره یو ښه پیل وي.

د دغې غونډې د څرنګوالي ډېر جزیات که څه هم نه دي خپاره شوي، خو د سولې عالي شورا يې د ابوظبۍ د غونډې د لړۍ دوام بولي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د سولې پروسې طبیعي بڼه غوره کړي چې سولې ته درسېدو تر وخته د هر هېواد هڅې مهمې دي.

ارشیف، د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم

نوموړي وویل:

"اوس د سولې مسئله طبیعي شکل غوره کوي او هر هېواد د افغانستان په سوله کې خپلې خپلې ګټې ویني، یعنې معنا دا چې د افغانستان سوله د سیمه ییز سیاست هغه محراق جوړوي چې هر څوک پکې خپلې ګټې ویني او کله چې دا بهیر ممکن کېږي، هر څوک به پکې خپلې ګټې ویني."

دی د سعودي عربستان له خوا د سولې هڅې د نړیوالې ټولنې د هڅو یوه برخه ګڼي، خو وايي چې ایران هم باید په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او افغانانو په مشوره مخ ته ولاړ شي.

راپور: یوسف ځدراڼ