ولسي جرګه: د سولې په روانه پروسه کې خلک او دولت څنډې ته پرېښودل شوي

آرشیف: د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې مشر وايي، د سولې په روانه پروسه کې خلک او دولت څنډې ته پرېښودل شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي، دولت او خلک د سولې د خبرو اترو اساسي لوري دي او د سولې په هره ناسته کې باید حضور ولري.

ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې د سولې په روانه پروسه کې افغان دولت څنډې ته پرېښوول شوی دی.

د نوموړي په وینا، سوله به د افغان دولت له مشارکت پرته مطلوبه نتیجه ونه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي

​ده وویل:

"افغانستان د یو دولت او ملت په توګه څنډې ته پرېښودل شوی، مونږ بیا هم د حکومت رهبري مخاطب کوو چې د سولې په اړه کورنیو اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي، ترڅو مونږ یو واحد دریځ ولرو، ځکه د افغانانو اساسي اړتیا سوله ده."

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په ناسته کې همدارنګه یو شمېر وکیلانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې ټينګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان ملګري هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تمه ده، د افغانستان د سولې په اړه راتلونکې اوونۍ په جده ښار کې یوه ناسته ترسره شي.

د سولې د عالي شورا په خبره، د جدې ناسته د ابوظبۍ د غونډې په دوام ترسره کېږي چې په کې به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو استازي هم ګډون کوي.

لس ورځې وړاندې هم طالب استازو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او يو شمېر نورو امریکايي چارواکو، د پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د افغان حکومت د يوه پلاوي ګډون د ابوظبۍ په ناسته کې کتلي وو.

خو طالب استازو له افغان پلاوي سره و نه کتل.

خو د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، دغه هېواد د سولې په مسایلو کې څنډې ته نه دی پرېښودل شوی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د امریکا په ګډون د افغانستان د ټولو ملګرو هېوادونو هڅې د سولې په پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په هدف دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون

​نوموړي زیاته کړه:

"د سولې پروسې حاکمیت او مالکیت د افغانانو دی او بل هېڅ څوک د پرېکړې حق نه لري، کوم هېوادونه چې په دې برخه کې هڅه کوي، دا د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره د زمینې برابرول دي."

ښاغلي خوځون همدارنګه وویل، د سولې لپاره کورنۍ اجماع رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، له یو شمېر اشخاصو پرته چې ممکن د خپلو شخصي ګټو لپاره متفاوت نظرونه ولري، نور ټول افغانان په دې برخه کې واحد دریځ لري.

راپور: ناجیه ساپۍ