د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د ارزو په سیمه کې ماین چاودنې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه مرګ ژوبله پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، په پېښه کې یو لس کلن هلک او یو بل کس وژل شوي او د یوې کوچنۍ نجلۍ او یو بل تن ټپیان دي.
د نوري په خبره، په تېره یوه اوونۍ کې دا درېیمه خونړۍ پېښه ده چې د وسله والو د ځای پر ځای شويو ماینونو د چاودنې له امله په دې سیمه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي.