په مصر کې یوې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۲ یې ژوبل کړي دي

ارشیف

د مصر په پلازمېنه قاهره کې پرون لرغونو اهرامونو ته نېږدې د بهرنیو ګرځندویانو پر یوه بس چاودنه شوې ده چې ۳ کسان يې وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل کړې دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې وژل شوی سیلانیان ویتنامیان دي او په ټپیانو کې هم لس تنه د دغه هېواد وګړي دي، دوه نور ټپي شوي مصریان دي.

پولیسو ویلي دي چې د دې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

دا په تېرو دوه کلونو کې لومړۍ ځل دی چې په قاهره کې بهرني سیلانیان په نښه کېږي.

د مصر پوځ له کلونو راهیسې په سینا ټاپووزمه کې له سخت دریځو وسله والو سره جګړې کوي.