سعودي: په حکومتي تشکیل کې مو وروستي بدلونونه متوقع وو

سعودي عربستان وايي، په حکومتي تشکیل کې يې وروستي بدلونونه متوقع وو او په هرو څلورو کلونو کې باید په کابینه کې بدلونونه راشي.

د سعودي د حکومت دا بیان د هغه څه وضاحت بلل کېږي چې منتقدانو د بحران د وخت مدیریت بللی دی.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز د پنجشنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د کابینې یو شمېر مهم غړي له دندو لېرې او نوې څېرې یې وګمارلې.

کارپوهان وايي، سعودي په مهمو حکومتي پوسټونو کې د نویو کسانو په ګمارلو سره هڅه کوي چې هغه زیان او ضربه کمه کړي چې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو قضيې د دې هېواد حکومت ته ورکړې ده.

جمال خاشقجي د تېرې اکتوبر میاشتې په دوهمه په استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتو ویلي چې د خاشفجي د وژلو امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی و، خو سعودي دا خبره ردوي او وايي چې خاشقجي د خپلسري استخباراتي عملیاتو په نتیجه کې چې سعودي حکومت ترې خبر نه و، وژل شوی دی.