يو شمېر سیاسي ګوندونه او ځیني نوماندان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځنډ د حکومت د مداخلې په معنی بولي.
که څه هم افغان حکومت تل د انتخاباتو د کمېسیون په خپلواکۍ ټینګار کړی، خو په دې ورستیو کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ځنډ د موضوع له راپورته کېدو سره يو شمېر سیاسي ګوندونه او نوماندان دغه ځنډ د حکومت له خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهندسي کولو په معنی بولي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د رسنیز ټیم غړي فضل غني حقمل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حزب اسلامي ګوند ته په ولسمشریزو انتخاباتو کې يوه ورځ ځنډ هم د منلو نه دی.
ده وویل:
"حزب اسلامي افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له ځنډ سره مخالف دی، موږ په وار وار ویلي چې ولسمشریزې ټاکنې باید په خپل وخت د حمل په ۳۱ نېټه وشي او هېڅ دلیل او بهانه باید د دغو ټاکنو د ځنډ لامل نشي."
ښاغلی حقمل وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډ لپاره د پلمو او بهانو لټول په انتخاباتو کې درغلیو ته زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشرۍ ته د احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د انتخاباتو کمېسيون د حکومت د فشار له امله غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو ځنډېدل د حکومت له خوا په خپله ګټه په دې پروسه کې د لاسوهنې په معنی دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ولسمشریزو انتخاباتو کې د دوه يا دوه نیم میاشتني ځنډ خبره کړې، خو ویلي یې دي چې په دې اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مخکې اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د را تلونکي ۱۳۹۸ کال د حمل د میاشتې په ۳۱مه وشي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو په نېټې کې د احتمالي ځنډ موضوع به په لنډو ورځو کې معلومه شي.
ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات
ده زیاته کړه:
"تر راتلونکو دوو یا درېیو ورځو پورې به دا مشخصه شي چې ټاکنې په کومه نېټه ترسره شي، دغه ځنډ به ښايي د ټولو په خیر وي، هڅه دا ده چې داسې ټاکنو ته لاړ شو چې ټولو سیاسي ګوندونو، د افغانستان خلکو او نړیوالو مرستندویانو ته د منلو وي."
ښاغلی سادات دا ادعاوې ردوي چې د حکومت د فشار په نتیجه کې د جمهوري ریاست انتخابات ځنډول کېږي.
خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید بیا وايي چې که د ولسمشریزو انتخاباتو په نېټه کې بدلون راځي، نو لامل یې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمزوری مدیریت او د سیاسي ګوندونو او سیاسیونو بې پروايي ده.
ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید
دی وایي:
"اوس چې وضعیت دېته راغلی چې ولسمشریزې ټاکنې اصلاً عملي نه دي او د زمان د جبر سره مخ دی، دوی اوس را ويښ شوي دي، دا چاره زموږ د سیاسیونو خاموالی او بې ظرفیتي ښيي چې دا شان د انتخاباتو کمېسیون هم، په ټوله کې دوی د انتخاباتو پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده چې له بده مرغه قانون په کې تر پښو لاندې کېږي."
په همدې حال کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د انتخاباتو د نېټې ټاکل د انتخابتو د خپلواک کمېسيون صلاحیت دی او حکومت په دې برخه کې ملاتړی رول لري.
راپور: محمد واصل وصال