د کندوز چارواکي وايي د کندوز– تخار لويه لار چې د وسله والې جګړې له کبله تړل شوې وه، پرانيستل شوه.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن جمعه ماسپښين ازادي راډیو ته وویل چې د خان اباد ولسوالۍ اړوند په چهارسرې ساحه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د کندوز – تخار لویه لاره د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانيستل شوې ده.
ولسوال وايي چې په دې وسله واله نښته کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د دقيق شمېر په اړه يې معلومات نه لري.
د کندوز– تخار لویه لار په شمال ختيځ زون کې یوه له ناامنو لارو ګڼل کېږي چې وخت نا وخته د وسله والو طالبانو د وسله والو تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.