امریکا او ملګرو ملتونو د بنګله دېش په اړه اندېښنه ښودلې

د بنګله دېش ملي بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو په بنګله دېش کې تر انتخاباتو د مخه وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د اپوزیسيون د ملاتړو او ژورنالېستانو د نیول کېدو او پرې د بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د صدراعظمې شیخ حسینه ملاتړو د پنحشنبې په ورځ د ډاکې په کوڅو کې لاریون وکړ، خو د نوموړې مخالفان شکایتونه کوي چې په دې هېواد کې به د ډېسمبر د ۳۰ مې نېټې انتخابات ازاد او عادلانه نه وي.

حسینه چې په دې انتخاباتو کې یې د بریا ډېره تمه کېږي، پر اپوزیسون تور پورې کوي چې بمي چاودنې تنظیموي.

د بنګله دېش د ملي ګوند په نوم اپوزیسيون بیا وايي، د واکمن عوامي لیګ په مشرۍ حکومتي ځواکونه د اپوزیسيون پر ملاتړو بریدونو او د دوی په وړاندې پارېدنو کې لاس لري.

د امریکا متحدو ایالتونو د بنګله دېش سره چې اکثریت وګړې یې معتدل مسلمانان دي، اړیکې تودې کړې او دې هېواد ته د افراطیت ضد جګړه کې د یو متحد په سترګه ګوري، خو واشنګټن د بنګله دېش د وضعيت په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د بشري حقونو ډلې وايي، دا هېواد د استبداد خوا ته روان دی.