سکاټ مېلر له قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

ارشیف، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې جنرال مېلر او جنرال باجوه په سیمه کې د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د افغانستان د روغې جوړې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي چې دواړو پوځي مشرانو ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه کولای شي چې په افغانستان کې سوله راولي.

د پاکستان پوځ ویلي، جنرال باجوه جنرال مېلر ته وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې لپار ژمن دی او په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولې په معنا ده.

د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له ترورېزم سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.