په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې درې ورځنی اعتصاب پیل کړ

د سوډان د لاریونوالو یو انځور

په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې د ډوډۍ په بیه کې د لوړوالي پر ضد د مظاهرو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو په اعتراض کې درې ورځنی اعتصاب پیل کړی دی.

د سوډان حکومتي چارواکو تأیید کړې ده چې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې د دوه سرتېرو په ګډون، ۱۹ کسان وژل شوي دي.

په سوډان کې د وچې ډوډۍ په بیه کې د لوړوالي په اعتراض کې د روانې ډيسمبر میاشتې له ۱۹ نېټې مظاهرې شوي دي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشل ویلي دي چې د د امنیتي ځواکونو له خوا ۳۷ مظاهره چیان وژل شوي دي.

خو حکومت وايي، مظاهره چیانو ته زیاته مرګ ژوبله د چور او لوټ کولو پر مهال اوښتې ده.