د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان وايي، هېواد يې هوډ لري چې د روسيې په مشرۍ په ایورو ایشین اقتصادي ټولنه کې د لا نور مدغم کېدو هڅو ته دوام ورکړي.
پاشینیان دا خبرې پرون په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمیر پوتين سره په کتنه کې وکړې.
ایوروایشین اقتصادي ټولنه چې روسیه، بلاروس، قزاقستان، ارمنستان او قرغزستان يې غړي دي، په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه.
د روسيې ولسمشر د خپل هېواد او ارمنستان سره دوه اړخیزې اړیکې او مخ په زیاتېدونکې تجارتي همکاري وستایله.
د نیکول پاشینیان په مشرۍ ائتلاف د ډيسمبر د میاشتې د ۹ نېټې په پارلماني انتخاباتو کې اویا په سلو کې رأیې وګټلې.
پاشینیان د ارمنستان له تاریخي متحد روسيې سره نېږدې اړیکې غواړي او په عین حال کې له امریکا او اروپايي ټولنې سره هم د ټینګو روابطو غوښتونکی دی.