پاکستاني چارواکي وايي چې د هغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوعالخروج اعلانوي.
دا پرېکړه په پاکستان کې له مالي تورم او د پيسو سپینېدو له مسئلې سره په تړاو شوې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چوهدري نن پنجشنبه د ډسمبر ۲۷مه وویل چې د فدرال پولیسو څېړونکي پهدې باور دي چې اصف علي زرداري جعلي بانکي حسابونه درلودل.
اصف علي زرداري د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی.
د هغه پر ضد د دوسیې پر برابرولو کار پېل شوی دی.
پر اصف علي زرداري له پاکستانه د وتلو ممنوعیت نن ولګېد چې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو د قتل ۱۱مه کلیزه ده.
د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه، بېنظیر بوټو د ۲۰۰۷ میلادي کال د ډسمبر په ۲۷مه نېټه ووژل شوه.